ډېر لوستل شوي

امریکا په سعودي کې د حوثیانو د احتمالي بریدونو له ګواښ وروسته خپلو کارکوونکو ته د وتلو امر کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په سعودي عربستان کې د امنیتي ګواښونو د زیاتېدو له امله خپلو غیراضطراري دولتي کارکوونکو او د هغوی د کورنیو غړو ته له دغه هېواده د وتلو امر کړی دی.

په سعودي عربستان کې د امریکا ډیپلوماتیک ماموریت د یوه امنیتي خبرداري په خپرولو سره ویلي چې د ایران له ملاتړه برخمن حوثیان پر ملکي هوايي ډګرونو او نورو مهمو بنسټونو د بریدونو ګواښ رامنځته کوي.

د امریکا سفارت په خبرپاڼه کې څرګنده کړې چې دغه پرېکړه د ۲۰۲۶ کال د اکټوبر له ۲۳مې نېټې راهیسې د راپورته شویو امنیتي ګواښونو له امله عملي شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، په سعودي عربستان کې مېشت امریکايي دولتي کارکوونکي یوازې د ماموریت د مشر په ځانګړې اجازه کولای شي له هوايي ډګرونو څخه ګټه واخلي.

امریکايي چارواکو همداراز خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې د هوايي ډګرونو پر وړاندې د احتمالي بریدونو، د هوايي حریم د تړل کېدو او د الوتنو د لغوه کېدو له خطرونو سره د مخ کېدو له امله احتیاط وکړي.

په خبرداري کې ویل شوي چې روانې نښتې او امنیتي ګواښونه ښايي له سعودي عربستان او شاوخوا سیمو څخه په چټکۍ نورو سیمو ته هم وغځېږي.

اړوند خبرونه