ډېر لوستل شوي

ډیموکراټانو د امریکا د سنا جرګې کنټرول ترلاسه کړ؛ ټرمپ یې بریا ومنله

د امریکا د منځمهالو ټاکنو د پایلو له مخې، ډیموکراټانو د سنا جرګې اکثریت څوکۍ ګټلې او د دغه مجلس کنټرول یې له جمهوري‌پالو څخه ترلاسه کړی دی.

د «سي‌بي‌اېس» نيوز خبري شبکې د راپور له مخې، د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ډیموکراټانو دې بريا ته مبارکي ورکړې او له دغه ګوند سره یې د همکارۍ لپاره چمتووالی ښودلی دی.

ټرمپ په ورته وخت کې خبرداری ورکړی چې که اړتیا وي، د ډیموکراټانو د وړاندیز شویو طرحو د تصویب مخنیوي لپاره به د ولسمشرۍ له ویټو حق څخه کار واخلي.

اړوند خبرونه