د ترکیې په پارلمان کې د سعودي عربستان او پاکستان سره د درېاړخیز دفاعي تړون د ارزونې بهیر ځنډېدلی دی.
د راپورونو له مخې، د ترکیې یو شمېر پارلماني استازو له دغه تړون سره مخالفت څرګند کړی او خبرداری یې ورکړی چې د نویو او نامعلومو پوځي ژمنو منل ښايي دغه هېواد د نورو هېوادونو په شخړو او کړکېچونو کې ښکېل کړي.
یادو استازو د تړون د پوځي ژمنو د څرنګوالي په اړه د وضاحت غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د ترکیې وسلهوال ځواکونه باید د نورو هېوادونو په جګړو کې ښکېل نه شي.
د ویلو ده چې د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ درېاړخیز دفاعي تړون د ۲۰۲۶ کال د اګست په اوومه لاسلیک شوی چې له مخې یې پر یوه غړي هېواد هر ډول وسلهوال برید د ټولو غړو هېوادونو پر وړاندې برید ګڼل کېږي.

