د ننګرهار امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی چې امنيتي ځواکونو دوه تنه پاکستان ته د پنځو میله کلاشینکوفونو د قاچاق په تور نیولي دي.
د یادې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد امید راډیو ته ویلي چې امنیتي ځواکونو تېره شپه د شیرزادو ولسوالۍ د مرکيخیلو کلي د دوډیسار په سیمه کې د یوه کشفي راپور پر بنسټ دوه تنه له پنځو میله کلاشینکوفونو سره نیولي دي.
د حماد په وینا، لومړني معلومات ښيي چې نیول شویو کسانو غوښتل یادې وسلې ګاونډي هېواد پاکستان ته قاچاق کړي، خو امنیتي ځواکونو یې د قاچاق له ترسره کېدو وړاندې مخه نیولې ده. نوموړي زیاته کړې چې نیول شویو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

