ډېر لوستل شوي

افغان پلاوي په اوزبیکستان کې د کرنیزو او صنعتي مرکزونو له ظرفیتونو لیدنه کړې

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي د اوزبیکستان په اندجان او اساکه ولسوالیو کې د کرنیزو، مالدارۍ او صنعتي تولیداتو له یو شمېر مرکزونو لیدنه کړې او د عصري ټکنالوژۍ او تولیدي تجربو په اړه یې معلومات ترلاسه کړي دي.

ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، پلاوي د کرنیزو محصولاتو، پنبې او سرو مرچو د پروسس کارخونې، عصري شنوخونو، سوداګریزو بڼونو او د چرګانو د تولید او پروسس مرکزونه لیدلي دي.

د دغو لیدنو موخه د عصري کرنیزو تجربو زده‌کړه، د تولیدي ظرفیتونو پېژندنه او د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د ګډو همکاریو پراختیا بلل شوې ده.

اړوند خبرونه