د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي چې د هرات لوېدیځ کې به سویلې اسیا ته د روسیې د تېلو د لېږد په موخه یو لوژستیک مرکز جوړ کړي.
ښاغلي عزیزي ویلي چې د تېلو دغه لوژستیک مرکز به د هېواد په لوېدیځ(هرات) کې جوړ شي.
د ښاغلي عزیزي په قول له ترکمنستان او قزاقستان سره سویلي اسیا ته د روسیې د تېلو د لېږدولو په موخه یوې هوکړې ته رسېدلي دي. نورالدین عزیزي له رویټرز اژانس سره خبرو کې ویلي، چې تخنیکي ټیمونه به په دوو میاشتو یاد هوکړه لیک چمتو کړي.
افغان، ترکمن او قزاق استازي له تېرو دریو میاشتو د یاد لوژستیک مرکز پر جوړونې بحث کاوه چې اوس یوې واحدې پایلې ته رسېدلي دي.
د یادونې وړ ده چې هرات به ډېر ژر د د روسي تېلو په لوژستیک مرکز بدل شي