د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني وايي، د مسوولیتونو منلو موخه باید لوړو مقامونو ته رسېدل او د مادي امتیازاتو ترلاسه کول نه وي، بلکې هر مسوول باید د خپلو شرعي او اداري مکلفیتونو له مخې خلکو ته خدمت وکړي.
ښاغلي حقاني پکتیکا ولایت ته د خپل سفر پر مهال له سیمهییزو مسوولینو او دیني عالمانو سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې مسوولين باید خپلې دندې په اخلاص، سپېڅلې ارادې او د مسوولیتپالنې په احساس ترسره کړي.
د کورنيو چارو وزير زیاته کړې، د مسوولینو له لوري په دندو کې غفلت او نیمګړتیا نه یوازې د ادارو پر فعالیتونو، بلکې د ټول نظام پر وړتیا او یووالي هم منفي اغېز کولای شي.

