ډېر لوستل شوي

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال د ارغندۍ ترمینل پروژې له چارو لیدنه کړې

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي، د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزیر، ملا محمد فاضل مظلوم او د چارو ادارې عمومي رییس، مولوي نورالحق انور او یو شمېر نورو مسوولینو په ملتیا د ارغندۍ ترمینل پروژې له چارو څخه لیدنه کړې ده.

د ارګ د اعلامیې له مخې چې ښاغلي حنفي د ارغندۍ ترمینل د ټرانسپورټي خدماتو په ښه‌والي او لېږد رالېږد کې د نظم رامنځته کېدو لپاره مهم بللی، او سوداګرو ته یې د اسانتیاوو پر برابرېدو ټینګار کړی دی.

دا ترمینل د کابل ولایت ارغندۍ سیمه کې پر ۹۱۴ جریبه ځمکه او دوو پوړونو کې جوړ شوی چې د جومات، د ټرانسپورټي استازولیو دفترونو، مسافرخانې، انتظارځای، اور وژنې ودانۍ، موټر وینځلو، ورکشاپ، د چلوونکو د خوب ځای او ټول معیارونه پکې په پام کې نیول شوي دي.

د یادولو ده چې د دې ترمینل په جوړېدو سره به ټرانسپورټي خدمات ښه او ګڼه ګوڼه به ورسره کمه شي

اړوند خبرونه