د خیبر پښتونخوا په کوهاټ ولسوالۍ کې وسلهوالو د امن کمېټې یو غړی عبدالرحمان په ډزو وژلی دی.
د کوهاټ پولیس وايي، دغه پېښه د لاچي سیمې په غورزندي سیمه کې شوې او له پېښې وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د وژل شوي کس جسد یې روغتون ته لېږدولی دی. پولیسو د پېښې په اړه د پلټنو د پیل او د بریدګرو د نیولو هڅو خبر ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، یوازې د ۲۰۲۶ کال په اکټوبر میاشت کې د امن کمېټې پنځه غړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټېوټ د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ څخه د اکټوبر تر ۳۱مې پورې په دغه هېواد کې د وسلهوالو بریدونو او امنیتي عملیاتو پرمهال د امن کمېټو ۶۵ غړي وژل شوي او ۶۲ نور ټپیان شوي دي.
دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني حکومت د امن کمېټو غړي او قومي مشران د وسلهوالو بریدونو له ګواښ سره مخ دي.

