د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضایي د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو په اړه خپاره شوي راپورونه خیالي او جعلي بللي او له امریکایي چارواکو یې غوښتي چې د دغو خبرونو له خپرولو ډډه وکړي.
رضایي پر خپله اېکسپاڼه په انګلیسي ژبه امریکایي چارواکو ته په خطاب کې لیکلي چې له لوبو لاس واخلي او د خیالي مذاکراتو په اړه د جعلي خبرونو له جوړولو او خپرولو ډډه وکړي.
نوموړي ادعا کړې چې پر ایران جګړې د امریکا حکومت له وړاندې کمزوری کړی او واشنګټن اوس د یوه ناهیلې قمارباز په څېر لاس او پښې وهي.
هغه په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې لوېدیځې اسیا کې د نوي نظم له منلو انکار باید پای ته ورسېږي او امریکا باید د ایران هغو اوو شرطونو ته غاړه کېږدي چې د ده په وینا، تهران څو ځله مطرح کړي دي.

