ډېر لوستل شوي

هرات کې د درملو تولید کارخونې د درېیو نویو بلاکونو د جوړولو چارې پیل شوې

په هرات ولایت کې د «اویسن فارما» درمل جوړولو کارخونې د پراختیا په موخه د ۳۰ میلیون ډالرو په پانګونې د درملو تولید د درېیو نویو بلاکونو د جوړولو چارې پیل او د سیروم او پیچکاریو د تولید نوې کرښه هم پرانیستل شوې ده.

د ياد ولايت د مقام د رسنيو دفتر وايي، دغه درې بلاکونه به د درې زره متر مربع ځمکې پر مساحت، په پنځو پوړونو کې جوړ شي چې په بشپړېدو سره به د پرمختللو ماشینونو په مټ د نړیوالو معیارونو مطابق د بېلابېلو درملو د تولید ظرفیت لوړ شي.

همداراز، د یادې فابریکې د سیروم تولید نوې کرښه هره ورځ د ۱۰۰ زره بستو سیروم د تولید ظرفیت لري.

د دغې پانګونې موخه په هېواد کې د درملو د کورني تولید زیاتوالی، د درمل جوړولو صنعت پراختیا او پر وارداتي درملو د هېواد د اړتیا کمول بلل شوي دي.

اړوند خبرونه