ډېر لوستل شوي

مولوي ذبيح‌الله مجاهد: افغانستان ته د سفر په اړه د امریکا خبرداری بې‌اساسه دی

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد افغانستان ته د سفر په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د څلورمې درجې خبرداری ناسم بللی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې بهرنیو وګړو ته کوم امنیتي ګواښ نشته.

ښاغلي مجاهد رسنیو ته ویلي، افغانستان ته هره ورځ له بېلابېلو هېوادونو سیلانیان، ډیپلوماټان، خبریالان او سوداګر سفرونه کوي او امنیتي ځواکونه یې د امنیت ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اندېښنې وڅېړل شي، خو د اسلامي امارت له نظره په هېواد کې د بهرنیو وګړو پر وړاندې کوم ګواښ نشته.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان د سفر د څلورمې درجې خبرداري په لېست کې شامل کړی او له خپلو وګړو یې غوښتي چې دغه هېواد ته له سفر کولو ډډه وکړي.

اړوند خبرونه