د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۳۰ زره افغان حاجیانو لپاره د حج د خدمتونو د برابرولو په موخه د سعودي عربستان له «مناسک المشاعر» خدمتي شرکت سره قرارداد لاسلیک کړی دی.
ياد وزارت وايي، دا قرارداد د سعودي عربستان په جده ښار کې د حج اړوند نړیوال کنفرانس او نندارتون په څنډه کې د حج، عمرې او زیارتونو عمومي رييس مولوي محمد نبي محمدي او د یاد شرکت د اجراييوي رييس محمد عدنان حمزه ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د تړون له مخې، یاد شرکت به په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدسو مشاعرو (منا، عرفات او مزدلفه) کې افغان حاجیانو ته د اوسېدو ځایونه، خیمې، درې وخته خواړه، ټرانسپورټي خدمتونه او نور اړین سهولتونه برابر کړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، د تړون د شرایطو د سم پلي کېدو او حاجیانو ته د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه به د قراردادي شرکت پر فعالیتونو څارنه او ارزونه کوي.

