د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې په تېره يوه ورځ کې د تورخم، سپینبولدک، ورېښمو پل او اسلامکلا له لارو ۱۲۸ کورنۍ چې ټولټال ۵۷۵ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د یاد کمېسیون د ورځني راپور له مخې، په همدې ورځ ۸۰ کورنۍ چې ۴۱۹ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۸۴ کورنیو سره ټولټال ۶۸۰ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.
راپور زیاتوي، راستنېدونکو کډوالو ته ۳۷۳۰ خوراکه ډوډۍ، ۲۴۸ سیمکارټونه او روغتیايي خدمتونه هم وړاندې شوي او په ټولیز ډول ۱۳۰۸ ناروغان تداوي شوي دي.
همدارنګه د نیمروز د ورېښمو پل له لارې ۸۳۳ نور مسافر هم هېواد ته راستانه شوي دي.

