د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې د اسلامکلا او شېرخان بندر په ګمرکونو کې د ۱۶۸ زره امریکایي ډالرو د قاچاق مخه نیول شوې او په تړاو يې دوه کسان نیول شوي دي.
ياد وزارت وايي، د اسلامکلا ګمرک کشفي منسوبینو یو تن هغه مهال نیولی چې غوښتل یې ۱۵۰ زره ډالر په پټه توګه ایران ته ولېږدوي.
همدارنګه، د شېرخان بندر ګمرک کارکوونکو یو بل کس د ۱۸ زره ډالرو د قاچاق پر مهال نیولی چې غوښتل یې دغه پیسې تاجيکستان ته ولېږدوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، نیول شوي کسان د نورو څېړنو لپاره اړوندو مراجعو ته سپارل شوي دي.

