د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او افغان پوسټ امارتي شرکت ترمنځ د اداري او عملیاتي چارو د ډیجیټلي کولو په موخه د څلورو ډیجیټلي نظامونو د جوړولو او پلي کولو هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي.
د ياد وزارت ویاند عنایتالله الکوزی وايي، په دغو نظامونو کې د عملیاتي او مالي چارو، تحویلخانې، آنلاین سوداګرۍ او بشري سرچینو مدیریت شامل دي.
د ښاغلي الکوزي په وینا، د عملیاتي او مالي چارو او تحویلخانې ډیجیټلي نظامونه جوړ شوي او عملاً ترې ګټه اخیستل کېږي، خو د آنلاین سوداګرۍ او بشري سرچینو د مدیریت نظامونه د پلي کېدو په حال کې دي.
د ياد وزارت تخنیکي مرستیال پوهنیار احمد مسعود لطیف رای ويلي، د دغو نظامونو په بشپړېدو سره به د افغان پوسټ اداري چارې چټکې، خدمتونه معیاري او د معلوماتو مدیریت به اغېزمن شي.

