د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي احمدالله زاهد د یوه پلاوي په مشرۍ د هند په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی.
یاد وزارت وايي، ښاغلی زاهد به په دغه سفر کې د هند په نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي او د دغه هېواد له لوړپوړو دولتي چارواکو، سوداګریزو مسوولینو او پانګهوالو سره به وګوري.
د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنو کې به د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د افغان تولیداتو لپاره د نویو بازارونو پر موندلو او د ګډو پانګونو پر فرصتونو خبرې وشي.
د دغه سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا او د افغانستان د تولیداتو او صادراتو لپاره د نویو فرصتونو برابرول بلل شوي دي.

