د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د تحقيق او نوښت رييس مفتي احسانالله قاسمي وایي، په پام کې ده چې د افغانستان د لومړني کاري فرصتونو په نندارتون کې له ۵۰۰ زیات روزل شوي کسان خپلې تخنیکي وړتیاوې، حرفې او لاستهراوړنې نندارې ته وړاندې کړي.
د اميد راډيو خبريال د «افغانستان د لومړني کاري فرصتونو نندارتون» د جوړېدو په اړه خبري کنفرانس کې د ښاغلي قاسمي په حواله ویلي چې دغه اداره د ۳۹۳ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ۱۰۹ بېلابېلو تخنیکي برخو کې کسانو ته روزنه ورکوي او هڅه کوي په هغو برخو کې مسلکي کسان وروزي چې ټولنه ورته اړتیا لري.
د نوموړي په وینا، تر اوسه له زرو زیاتو کسانو څخه په ۲۶ تخنیکي برخو کې ازموینه اخیستل شوې چې له ډلې یې تر ۵۰۰ زیات کسان په نندارتون کې د ګډون لپاره غوره شوي دي.
قاسمي زیاته کړې، د دغه نندارتون موخه د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د فارغانو او روزل شویو کسانو لپاره د کاري فرصتونو برابرول او د هغوی د وړتیاوو او حرفو معرفي کول دي.

