د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د کرنې له وزیر غلامرضا نوري قزلجه سره لیدلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ اقتصادي کمېسیون د راتلونکې غونډې پر جوړېدو، ایران ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو پر صادراتو او د ګمرکونو پر ۲۴ ساعته فعالیت خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان سوداګرو ستونزو ته رسېدنه او د ناقانونه توکو د قاچاق مخنیوی هم د دې لیدنې له مهمو موضوعاتو څخه وو.
بلخوا، د ایران د کرنې وزیر په بېلابېلو برخو کې، په ځانګړې توګه کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو کې له افغانستان سره د همکارۍ او د ګډ اقتصادي کمېسیون د راتلونکې غونډې د جوړېدو لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړی دی.

