ډېر لوستل شوي

ایران ته د څه باندې ۶۰ زره ډالرو د قاچاق په تړاو يو کس نيول شوی

د کورنیو چارو وزارت وايي، د هرات ولایت د اسلام‌کلا په سرحدي بندر کې ایران ته د ۶۰ زره او ۹۰۰ امریکايي ډالرو د قاچاق مخه نیول شوې او په تړاو یې یو تن نیول شوی دی.

ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، نیول شوی کس د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې غوښتل یې یادې پیسې په قاچاقي ډول ایران ته ولېږدوي.

سرچینه زیاتوي چې نوموړی له نیول شویو پیسو سره د نورو څېړنو او قانوني اجراآتو په موخه اړوندو مسوولینو ته سپارل شوی دی.

اړوند خبرونه