په امریکا کې د هوايي ټرافیک پراخه ګډوډي د درېیمې پرلهپسې ورځې ته غځېدلې چې له امله یې د یکشنبې په ورځ له ۵ زره او ۲۰۰ ډېرې الوتنې لغوه یا له ځنډ سره مخ شوې دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د شنبې په ورځ هم په امریکا کې تر ۶ زره او ۴۰۰ ډېرې الوتنې لغوه او له ۸ زره ډېرې نورې ځنډول شوې وې.
د امریکا د ټرانسپورټ وزیر شان ډافي ویلي، تمه ده چې د دوشنبې تر ورځې د الوتنو بهیر بېرته عادي حالت ته راوګرځي.
نوموړي زیاته کړې چې د پېښې په تړاو د سایبري برید یا قصدي ورانکارۍ هېڅ نښه نه ده موندل شوې، خو د دې پراخې ګډوډۍ اصلي لامل لا هم نه دی معلوم شوی.
د راپور له مخې، دا په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته د هوايي ټرانسپورټ په بهیر کې تر ټولو اوږده سراسري ګډوډي بلل کېږي.

