د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي پیګوټ ویلي، پر ایران د واشنګټن اقتصادي فشارونه مخ په زیاتېدو دي او د وخت په تېرېدو د دغه هېواد د حکومت اقتصادي وضعیت لا پسې خرابېږي.
پیګوټ له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، د ډونالډ ټرمپ ادارې د بندیزونو له لارې د ایران هغه مالي وړتیا محدوده کړې چې د نوموړي په وینا، د دغه هېواد د «ویجاړوونکو فعالیتونو» د تمویل لپاره کارول کېده.
نوموړي زیاته کړې، په ایران کې د انفلاسیون کچه له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ سلنې پورې رسېدلې او د امریکا د اقتصادي فشارونو اغېزې په مستقیم ډول د ایران پر اقتصادي وضعیت او فعالیتونو څرګندې شوې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې اقتصادي فشارونه به دوام وکړي او د وخت په تېرېدو به د ایران د حکومت لپاره وضعیت لا ستونزمن کړي.

