د یمن حوثيانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې یې د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر او یو مالي مرکز د دوو بالستیک توغندیو په وسیله په نښه کړي دي.
د رویټرز خبري اژانس د لړم ۲۴مې د راپور له مخې، ایران ته نږدې حوثي وسلهوالو د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوه بالستیک توغندي یې د ریاض پر یاد هوايي ډګر او یوه مالي مرکز توغولي دي.
د راپور له مخې، د دغه برید د څرنګوالي، احتمالي زیانونو او مرګژوبلې په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
بلخوا، سعودي چارواکو تراوسه د حوثیانو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم د برید پخلی کړی دی.

