د امریکا «سيبياېس» ټلوېزیوني شبکې په یوه څېړنیز راپور کې د ایران پر وړاندې د جګړې له پیله په منځني ختیځ کې د امریکا پوځي ناکامۍ او پوځي تاسیساتو ته د اوښتو زیانونو په اړه معلومات خپاره کړي دي.
د راپور له مخې، د سيبياېس د «۶۰ دقیقې» خپرونې په اته میاشتني څېړنیز راپور کې څرګنده شوې چې د جګړې په لومړیو ساعتونو کې په کوېټ کې د امریکا د یوه پوځي قوماندانۍ پر مرکز د ایران د بېپیلوټه الوتکې برید شپږ امریکايي سرتېري وژلي دي.
راپور زیاتوي، په یاد پوځي مرکز کې مېشتو امریکايي سرتېرو تر برید وړاندې خپلو پوځي قوماندانانو ته د مرکز د امنیتي نیمګړتیاوو او د احتمالي بریدونو پر وړاندې هغوی ته خبرداری هم ورکړی و، خو له دې خبرداریو سره سره دا مرکز د برید هدف ګرځېدلی او درانه ځاني زیانونه ورته اوښتي دي.

