ډېر لوستل شوي

کابل پوهنتون کې د ا.ا د مشرتابه د فرمانونو د اغېزو علمي ـ څېړنیز کنفرانس پیلېږي

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او د وردګ پوهنتون په نوښت، د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو د اغېزو په اړه علمي ـ څېړنیز کنفرانس نن په کابل پوهنتون کې پیلېږي.

د معلوماتو له مخې، په دغه کنفرانس کې به د اسلامي قیادت له لیدلوري د شرعي، ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي پرمختګونو په برخو کې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو اغېزې وڅېړل شي.

تمه ده چې په دې علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې د زرګونو دیني عالماوو، د پوهنتونونو استادانو، څېړونکو او د اسلامي امارت د لوړپوړو مسوولینو په ګډون پراخ حضور ولري.

اړوند خبرونه