د وردګو پوهنتون رییس شیخ محمد عابد حقاني وايي، د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو د اغېزو په اړه جوړ شوي علمي ـ څېړنیز کنفرانس ته شاوخوا ۱۸۷۶ علمي مقالې رسېدلې وې چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته یې نږدې ۱۰۰۰ مقالې د منلو وړ بلل شوې دي.
ښاغلي حقاني د ياد کنفرانس د پيل پر مهال په وینا کې ویلي، منل شوې علمي مقالې په ۷۵ ټوکونو کتابونو او د هغو لنډیزونه په شپږو ټوکونو کې چاپ شوي دي.
د وردګو پوهنتون رييس زیاته کړې، له اسلام څخه وړاندې دین او سیاست سره بېل وو، خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بعثت سره دا دواړه سره یو شول او اوس په افغانستان کې هم دین او سیاست سره یو دي.

