ډېر لوستل شوي

قاضي القضات: افغانان له ۵۰ کلونو وروسته د یوه امیر تر قیادت لاندې متحد شوي دي

د اسلامي امارت قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني وايي، هغه نظام چې د مجاهدینو د قربانیو او د الله تعالی په نصرت واک ته رسېدلی، افغان ملت یې له ګڼو ستونزو او بدبختیو ژغورلی دی.

ښاغلي حقاني د «اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو د اغېزو په اړه علمي ـ څېړنیز کنفرانس» کې ویلي، افغانان له شاوخوا ۵۰ کلونو وروسته د یوه امیر تر قیادت لاندې، پرته له سمتي، ژبني او قومي توپیرونو، د یوه شرعي نظام تر چتر لاندې راټول او متحد شوي دي.

قاضي القضات ټینګار کړی چې اوسنی نظام د هېڅ شورا، سازمان یا بلې ادارې د سپارښتنې او فرمایش له مخې نه دی رامنځته شوی، بلکې د مجاهدینو د قربانیو او د الله تعالی په نصرت واک ته رسېدلی او د هېچا مداخله نه مني.

اړوند خبرونه