ډېر لوستل شوي

غزني کې د مجاهد له نوم څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور یو کس نیول شوی دی

د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو یو کس د مجاهد له نوم څخه د ناوړه ګټې اخیستنې او په سیمه کې د ناقانونه کړنو د ترسره کولو په تور نیولی دی.

د غزني امنیه قوماندانۍ د رسنیز دفتر وايي، دغه کس د ګیلان ولسوالۍ د چولي کلي په سیمه کې د امنیه قوماندانۍ د کشفي پولیسو له لوري له یوې تومانچې او یوې مخابرې سره نیول شوی دی.

سرچینه زیاتوي، نیول شوي کس په سیمه کې ځان مجاهد معرفي کاوه او په همدې نوم یې پر خلکو خپلې ناقانونه کړنې منلې. نوموړي تېره اوونۍ د خپل دوکان د غلا ادعا هم کړې وه، خو د لومړنیو څېړنو له مخې، د یادې غلا په پېښه کې خپله هم لاس درلود.

د ويلو ده چې د ګیلان ولسوالۍ امنیتي ځواکونو دوه اوونۍ وړاندې هم په اغوجان کلي کې یو بل کس د ورته تور په تړاو نیولی و.

اړوند خبرونه