د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، د علماوو د قیام یوه اساسي موخه د اشغالګرو پر وړاندې مبارزه او په هېواد کې د یوه سوچه اسلامي نظام نافذول وو.
ښاغلي حنفي د «اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو د اغېزو په اړه علمي ـ څېړنیز کنفرانس» کې ویلي، د علماوو د مبارزې موخه د اسلامي نظام حاکمیت و چې په وینا یې په لنډه موده کې دغه موخه ترلاسه او په هېواد کې اسلامي نظام نافذ شو.
مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، د اسلامي نظام رامنځته کېدل د شهیدانو د وینو او قربانیو ثمره ده او اوس په هېواد کې الهي حدود پلې کېږي.
نوموړي همداراز د پخواني کمونیستي رژیم د واکمنۍ پر مهال د علماوو د شهيدانولو او ځپلو او د پوليګون په سيمه کې د زرګونه علماوو ژوندي خښولو ته پا شارې ويلي چې په زرګونو علماء شهیدان شوي او د ځینو قبرونه یې لا هم نامعلوم دي.

