ډېر لوستل شوي

د عدلیې وزیر: د ا.ا اساسي قانون قرآن‌کریم دی او د نظام ثبات د قانون په پلي کېدو پورې تړلی دی

د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي وايي، د «اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو د اغېزو په اړه علمي ـ څېړنیز کنفرانس» ته د پوهانو او څېړونکو له لوري د مقالو لیکل د راتلونکو نسلونو لپاره لوی علمي خدمت دی.

ښاغلي شرعي په دې کنفرانس کې ویلي، د اسلامي امارت اساسي قانون قرآن‌کریم دی او قوانین یې له شرعي احکامو څخه سرچینه اخلي، په داسې حال کې چې وضعي قوانین یې د اسلام خلاف او غیرشرعي بللي دي.

شرعي ټینګار کړی چې د یوه نظام ثبات او استقامت د قانون په شتون او پلي کېدو پورې تړلی دی، ځکه د نوموړي په وینا، چېرته قانون وي، هلته نظام هم شتون لري او له قانون پرته د نظام بقا ناشونې ده.

اړوند خبرونه