ډېر لوستل شوي

سي‌اېن‌اېن: ایران په واشنګټن کې د ټرمپ پر لوړپوړو چارواکو د احتمالي برید پلانونه څېړي

سي‌اېن‌اېن د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ایران په واشنګټن کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت پر لوړپوړو چارواکو د راډیو اکټیف موادو لرونکي بم یا کیمیاوي وسلو په وسیله د احتمالي برید پلانونه څېړي.

د راپور له مخې، ترلاسه شویو استخباراتي معلوماتو کې د احتمالي برید ځایونه او هدفونه مشخص شوي، خو لا هم څرګنده نه ده چې ایران د دغه ډول برید د ترسره کولو پرېکړه کړې ده که نه.

سپینې ماڼۍ ویلي چې د امریکا حکومت ټول احتمالي ګواښونه له نږدې څاري، خو تر اوسه یې د امریکا پر وړاندې کوم باوري ګواښ نه دی تثبیت کړی.

راپور زیاتوي چې د دغو امنیتي اندېښنو له امله د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ پوځي استوګنځي ته لېږدول شوی دی.

بلخوا، په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ د کیمیاوي وسلو د کارولو تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې ایران په هېڅ ډول شرایطو کې د دغو وسلو کارول نه مني.

اړوند خبرونه