ډېر لوستل شوي

پنځه اروپايي هېوادونه «روانډا» ته د کډوالو د لېږد پلان لري

اتریش، جرمني، ډنمارک، یونان او هالنډ اعلان کړی چې په «روانډا» کې د هغو کډوالو لپاره د یوه ځانګړي مرکز د جوړولو پلان لري چې په دغو هېوادونو کې یې د پاتې کېدو قانوني اجازه نه لري او د ایستلو پرېکړه یې شوې ده.

د راپورونو له مخې، د دغه پلان اعلان د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د یادو پنځو اروپايي هېوادونو او روانډا د لوړپوړو چارواکو په ګډه غونډه کې شوی دی.

یاد هېوادونه هڅه کوي چې په دې اړه یوې هوکړې ته ورسېږي، څو تر ۲۰۲۷ کال پورې روانډا ته د دغو کډوالو د لېږد بهیر پیل کړي.

د یونان د کډوالۍ او پناه غوښتنې وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه پلان به یوازې پر هغو کډوالو عملي کېږي چې په یادو اروپايي هېوادونو کې د اوسېدو قانوني حق نه لري او د ایستلو رسمي پرېکړه یې شوې وي.

اړوند خبرونه