ډېر لوستل شوي

هند کې د بس اوښتو پېښه؛ اته کسان مړه او ۲۶ نور ټپیان شوي

د هند په اتراکنډ ایالت کې د هریدوار او کرنپرایاګ ښارونو ترمنځ پر لویه لاره د یوه مسافر وړونکي بس د اوښتو له امله لږ تر لږه اته کسان مړه شوي او ۲۶ نور ټپیان دي.

اينډيا ټودې راپور ورکړی چې پېښه نن سهار وختي، د ریشیکیش ــ بدرینات پر لویه لاره شوې چې بس له یوه پله څخه ژورې کندې ته لوېدلی دی.

د راپور له مخې، اووه کسان د پېښې په ځای کې مړه شوي او یو بل ټپي کس د ریشیکیش په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د پېښې لامل لا هم نه دی روښانه شوی او اړوندې ادارې یې په اړه څېړنې کوي.

اړوند خبرونه