د لوګر امنیتي مسوولینو په دغه ولایت کې ۶۷ تنه روږدي د درملنې په موخه راټول کړي دي.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس ویلي چې دغه نشه یان د امنیې قومندانۍ اړوند د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د مسوولینو له لوري راټول شوي دي.
ویل کیږی چې دا روږدي د مرکز پل علم او د لوګر د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکي دي چې تر درمنلې وروسته به خپلو کورونو ته ستانه شي.
د لوګر پرته د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د نشه یي توکو د کښت، کارونې او قاچاق پر وړاندې مبارزه ګړندۍ شوې ده.