د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د امریکا «جورج واشنګټن» الوتکهوړونکې بېړۍ له منځني ختیځ څخه وتلې او د اسیا او ارام سمندر په سیمه کې د امریکا د اوومې سمندري بېړۍ د عملیاتو سیمې ته ستنه شوې ده.
راپور د ارام سمندر په سیمه کې د امریکا د سمندري ځواکونو د ویاندې کېټي کونیګ له قوله لیکلي چې د یادې بېړۍ له وتلو سره اوس د امریکا دوه نورې الوتکهوړونکې بېړۍ په منځني ختیځ کې پاتې دي.
بلومبرګ د دوو امریکايي چارواکو په حواله ویلي چې ښايي «جورج واشنګټن» بېړۍ په جاپان کې خپلې اصلي اډې یوکوسوکا ته ستنه شي، خو د امریکا سمندري ځواکونو یې وروستی مقصد نه دی اعلان کړی.
د یادونې ده چې د «جورج واشنګټن» بېړۍ له وتلو مخکې د امریکا بله الوتکهوړونکې بېړۍ «تیودور روزوېلټ» منځني ختیځ ته رسېدلې وه او د «تیودور روزوېلټ» او «جورج اېچ. ډبلیو. بوش» په نوم دوه امریکايي بېړۍ لا هم په سیمه کې شته او د ایران د سمندري محاصرې په عملیاتو کې برخه اخلي.

