ډېر لوستل شوي

سعودي عربستان د حوثیانو له‌خوا توغول شوی توغندی شنډ کړی

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي اېتلاف اعلان کړی چې د دغه هېواد پر سوېلي سیمو د حوثیانو له‌خوا توغول شوی یو توغندی یې شنډ او له‌منځه وړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عربستان په مشرۍ اېتلاف تر دې وړاندې په یمن کې د حوثي وسله‌والو پر مورچو د پوځي عملیاتو خبر ورکړی و.

د یاد اېتلاف په وینا، په دغو عملیاتو کې د یمن په صنعا، حدیده، عمران او صعده ولایتونو کې ۶۰ هدفونه په نښه او له‌منځه وړل شوي دي.

اړوند خبرونه