ډېر لوستل شوي

یوه ورځ کې له بېلابېلو لارو ۶۵۸ تنه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون راپور ورکړی چې په تېره يوه ورځ کې د تورخم، سپین‌بولدک، ورېښمو پل او اسلام‌کلا له لارو ۱۴۹ کورنۍ چې ۶۵۸ غړي لري، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د یاد کمېسیون د ورځني راپور له مخې، په همدې ورځ ۶۹ کورنۍ چې ۳۶۹ کسان کېږي، خپلو اصلي سیمو او بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۸۲ کورنیو سره ټولټال ۶۶۲ زره افغانۍ مالي مرسته شوې ده.

راپور زیاتوي، راستنېدونکو کډوالو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمتونه هم وړاندې شوي چې په ترڅ کې یې ۱۵۲ سیمکارټونه وېشل شوي او ۱۰۰۰ تنه ناروغان تداوي شوي دي.

د ويلو ده چې په نیمروز کې د ورېښمو پل له لارې ۷۳۸ نور مسافر هم هېواد ته راستانه شوي دي.

اړوند خبرونه