ډېر لوستل شوي

د بلخ حوزوي روغتون کې یوې ښځې پینځه ماشومان زېږولي

د بلخ عامې روغتیا ریاست خبر ورکړی چې د یاد ولایت په حوزوي روغتون کې یوې ښځې په یو ځل پينځه ماشومان زېږولي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په یادو ماشومانو کې دوه هلکان او درې نجونې دي چې یو هلک یې مړ پیدا شوی دی.

د مسوولینو په وینا چې پاتې څلور ماشومان تر درملنې لاندې دي. د یادولو ده چې تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د دا ډول پېښو راپورونه ورکړل شوي وو.

اړوند خبرونه