ډېر لوستل شوي

دوه په زړه سوري ماشومان د درملنې لپاره هند ته لېږدول شوي 

افغاني سره میاشت وایي چې له هند سره د شوې هوکړې له مخې دوه په زړه سوري ماشومان د درملنې په موخه دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې چې افغانستان کې د دغو ماشومانو درملنه ناشونې وه، او هلته یې د درملنې ټول لګښت د هند حکومت منلی دی.

د یادولو ده چې تر دې مخکې هم يو شمېر په زړه سوري ماشومان د درملنې لپاره هند ته لېږدول شوي وو چې تر بشپړې درملنې وروسته بېرته هېواد ته راستانه او خپلو کورنیو ته سپارل شوي وو. افغاني سرې میاشتې لیکلي چې دا اقدام د دې ټولنې د مشرتابه په هڅو شوی دی.

اړوند خبرونه