ډېر لوستل شوي

تېرکال د شاوخوا ۱۸۰ زرو ټنو قاچاقي توکو مخنیوی شوی

مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په تېر ۱۴۰۲ کال کې د ۱۷۹ ټنو توکو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
ددغه وزارت په قول، ګمرکونو کې د مهمو اسانتیاوو په رامنځته کولو، له فساد سره مبارزې او د زیرکو وسایلو په نصب سره د منعه شویو او قاچاقي توکو مخنیوی شوی دی.
پر همدې بنسټ، د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې ځیرکو کارکونکو، په تېرکال کې ګڼ بې کیفیته توکي نیولي دي.
ویل کیږي چې دغه توکي د کندهار، نیمروز، فراه، خوست، پکتیا، هرات، هلمند او ننګرهار ولایتونو په بېلابیلو سېمو کې نیول شوي چې ټولټال وزن یې ۱۷۸ زره او ۱۹۴ ټنو ته رسیږي. په دغو توکو کې طبي، یوناني، خوراکي، نشه یي او ودانیز توکي شامل دي. ددغو توکو د قاچاقولو اړوند یو شمېر کسان هم نیول شوي چې اړوندو ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.
د ګمرکونو د لوی ریاست ګرځنده ډلې ژمنه کوي چې هېواد ته به قاچاقي او منع شوي توکي نه پرېږدي

اړوند خبرونه