د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، د کندهار ولایت د باغ پل په سیمه کې د ۱۶۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه معیاري مسافروړونکي ترمینل د جوړولو چارې روانې دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه ترمینل د جوړولو چارې د یوه خصوصي ساختماني شرکت له لوري پر مخ وړل کېږي، چې اوسمهال یې په بېلابېلو برخو کې ساختماني او تخنیکي چارې روانې دي.
وزارت زیاتوي، د دغه ترمینل په جوړېدو سره به مسافرو ته د تګ راتګ معیاري اسانتیاوې برابرې شي او د ټرانسپورټي خدمتونو د تنظیم او ښهوالي په برخه کې به د پام وړ پرمختګ رامنځته شي.

