د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د کابل پغمان ولسوالۍ اړوند د ارغندۍ په سيمه کې د یوه ترانسپورټي ترمينل چارې شاوخوا ۸۲ سلنه بشپړې شوې دي.
یاد معاونیت نن پر خپله اېکسپاڼه ليکي چې د یاد ترمینل چارې به له پلان سره سم، په ټاکلي وخت بشپړې شي.
د معلوماتو له مخې، دغه ترمینل د نږدې ۱،۳ میلیارده افغانیو په ارزښت به پر ۹۱۴ جریبه ځمکه جوړېږي چې چارې یې د تېر ۱۴۰۴ کال د وري په مياشتې پیل او ټاکل شوې وه چې چارې یې د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي.

