کابل ښاروالي وایي چې د ښار منظمې پراختیا، له خپلسرو او غیرمعیاري ودانیو جوړولو څخه مخنیوي، د اساسي زیربناوو پراختیا او استوګنې، سوداګرۍ، زدهکړې او تفریحي سیمو رامنځته کولو په موخه د کابل ښار لوېدیځ زون پراختیا تفصیلي پلان جوړ او تایید شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې دا پلان د کابل ښاروالۍ د ښاري پلانونو د طرح او تطبیق ریاست له لوري تایید شوی دی.
کابل ښاروالۍ لیکلي چې د یادې سیمې ټول پراخوالی ۲۰ زره جریبه ځمکه دی چې له دې اندازې ۱۶ زره جریبه ځمکه کابل ښاروالۍ ته لېږدول شوې ده او د ۱۲ زره ۷۳۶ جریبه ځمکې لپاره په دریو برخو کې تفصیلي پلان جوړ او تایید شوی دی.
سرچینې لیکلي چې دغه پلان د څه باندې ۷۲۰ زره کسانو د استوګنې ظرفیت لري، او په همدې توګه د خدماتي، ښوونیزو، روغتیايي او ټولنیزو زیربناوو له پلوه، دغه طرحه د مهمو ښاري تأسیساتو لرونکې ده چې پکې تر ۱۵ پوړونو پورې استوګنیز او سوداګریز بلاکونه، دوه پوهنتونه، دوه روغتیايي کمپلکسونه، یو لوی عیدګاه جومات، ۱۰ جامع جوماتونه، څه باندې ۵۰ سیمهییز جوماتونه، ۴۵ لېسې او ښوونځي، ۱۲ کلینیکونه، ورزشي لوبغالی، د نیمه لوړو زدهکړو انستیتیوت، ۱۳ دیني مدرسې او دارالحفاظونه، یو مسلکي ښوونځي، یو دارالایتام او د نه لیدونکو لپاره یوه ځانګړی ښوونځی په پام کې نیول شوي دي.

