د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس، ملا عبدالله حاجي بشیر د یو پلاوي په مشرۍ ایران ته څلور ورځنی سفر کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې ښاغلی بشیر به د ایران د سټنډرډ ادارې له مسوولینو او د بېلابېلو صنعتي اتحادیو له مشرانو سره ناستې ولري.
د معيار او کیفیت ادارې همداراز لیکلي چې ياد پلاوی به ایران کې له یو شمېر تولیدي فابریکو څخه هم لیدنه وکړي.
د سرچینې په وینا، د معیار او کیفیت اداره هڅه کوي چې د دا ډول رسمي سفرونو له لارې له سیمهییزو او نړیوالو بنسټونو او ادارو سره خپلې همکارۍ پراخې، د تجربو تبادله پیاوړې او د ادارې مسلکي ظرفیتونه لا لوړ کړي.

