ډېر لوستل شوي

بدخشان کې د وسله‌والو غلو اووه کسیزه ډله نیول شوې

کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د وسله‌والو غلو اووه کسیزه ډله نیولې ده.

د خبرپاڼې له مخې چې دغو وسله‌والو کسانو د غلا په موخه

د یو ډاکټر کور ته د ننوتلو هڅه کوله.

کورنیو چارو وزارت لیکلي چې له نیول شویو کسانو څخه یو کلاشینکوف، دوې تومانچې او دوې عرادې موټر هم ترلاسه شوي دي.

د یادولو چې تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې دا ډول ډلې نیول شوې دي.

اړوند خبرونه