د بحرین د کورنیو چارو وزارت وایي، ایران په دغه هېواد کې ملکي صنعتي تاسیسات په نښه کړي چې له امله یې اورلګېدنه رامنځته شوې، خو د چارواکو په وینا، په دې پېښه کې چاته مرګژوبله نه ده اوښتې.
رویټرز خبري اژانس د بحرین د پوځ په حواله راپور ورکړی چې د ایران څو نور هوايي بریدونه یې هم شنډ کړي دي.
بلخوا، د ایران سپاه پاسدارانو ادعا کړې چې د بحرین په الرفاع او العوالي سیمو کې یې پر هغو پوځي اډو او تاسیساتو بریدونه کړي چې د امریکا اړوند دي.

