د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په اړه د کاپ۳۱ نړیواله غونډه چې په ترکیه کې جوړه شوې وه، د ګډونوالو هېوادونو ترمنځ د اختلافونو له امله له کومې سیاسي هوکړې پرته پای ته ورسېده.
غونډه د نومبر په ۹مه پیل شوې وه او ټاکل شوې وه د نومبر په ۲۰مه پای ته ورسېږي، خو د اقلیمي بدلون د اغېزو پر وړاندې د مبارزې د لارو چارو په اړه د هېوادونو د اختلافونو له امله دوه ورځې وغځېده.
د غونډې یو شمېر ګډونوالو د خبرو اترو د نه بریالیتوب له لاملونو څخه د امریکا د پلاوي نه ګډون هم یاد کړی دی.

