ډېر لوستل شوي

ایران او افغانستان د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د معیارونو پر همغږۍ خبرې کړې دي

د ایران د ملي معیارونو ادارې مشرې فرزانه انصاري ویلي، د ایران او افغانستان ترمنځ د معیارونو همغږي کولای شي د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو له پراختیا سره مرسته وکړي.

د ایران د ملي معیارونو ادارې د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مېرمن انصاري د افغانستان د معیارونو او کیفیت ادارې له مشر ملا عبدالله حاجي‌بشیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي او مسلکي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

نوموړې د دواړو هېوادونو د منل شویو لابراتوارونو د ازموینو د پایلو پر متقابل منلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا کار به د ازموینو له تکرار څخه مخنیوی وکړي، د سوداګرۍ بهیر به چټک او د سوداګرو لګښتونه به راکم کړي.

انصاري همداراز د افغانستان د لابراتوارونو د اعتبار ورکولو، روزنې او تجربو د تبادلې په برخو کې له افغانستان سره د همکارۍ چمتووالی ښودلی دی.

په ورته وخت کې، د افغانستان د معیارونو او کیفیت ادارې مشر ملا عبدالله حاجي‌بشیر هم د معیارونو په برخه کې د ایران له لوري د تخنیکي او مسلکي همکاریو د پراختیا هرکلی کړی دی.

اړوند خبرونه