د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبر کې ویلي چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ودانیزو توکو لس تړونونه لاسلیک شوي دي.
په دغو هوکړه لیکونو کې د سیخ ګول، رنګ، مرمر ډبرو، او خوراکي توکو برخې شاملې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دغو قراردادونو د لاسلیک پرمهال ویلي، چې اوسمهال د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ د ودې او پراختیا په پار غوره فرصت چمتو شوي او باید ګټه ترې پورته شي.
ددغو قرادادونو له مخې به له دې وروسته د افغانستان سیخ ګول، رنګ او مرمر ترکمنستان ته صادریږي.
دا قراردونه هېواد ته د ترکمنستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ د یوه پلاوي تر راتګ وروسته لاسلیک شوي دي.