ډېر لوستل شوي

سعودي کې د هیرویینو د قاچاق په تور درې پاکستاني وګړي اعدام شوي

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې په مکه مکرمه کې یې د هیرویینو د قاچاق په تور د درېیو پاکستاني وګړو د اعدام سزا عملي کړې ده.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، امنیتي ځواکونو یاد کسان هغه مهال نیولي وو چې سعودي عربستان ته یې د هیرویینو د قاچاق هڅه کوله. د پلټنو له بشپړېدو وروسته د هغوی پر وړاندې د نشه‌يي توکو د قاچاق تورونه ثابت شوي او قضیه یې محکمې ته سپارل شوې وه.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، محکمې د عظمت علي محمدعلي، نسیم دلوار خان او نیاز محمد دوست محمد پر وړاندې د اعدام حکم صادر کړی و، چې وروسته د استیناف محکمې او سترې محکمې هم تایید کړ او د شاهي فرمان له صادرېدو وروسته د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۲۴مه په مکه مکرمه کې عملي شو.

د یاد وزارت په وینا، د دغو کسانو د اعدام موخه د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور پر وړاندې مبارزه او د دغه هېواد د وګړو او اوسېدونکو خوندیتوب دی.

اړوند خبرونه